• کره او پوره ټولټاکنې څنګه وشي؟  
    نيټه: 2013-06-17 16:25:41  
     

    ټولټاکنې د تصميمنيونې يوه رسمي تګلاره ده چې ولس يې ددولتجوړوونکيو او چلوونکيو د ټاکلو لپاره کاروي، له تېرو څو پېړيو څخه په ولسواکۍ کې دملي، ځايي او بل هر ډول ټولګو د استازيود ټاکلو لپاره په نړيواله کچه ترسره کېږي.

    د ولس ګډون په ټولټاکنوکې خورا اړين او ارزښتناک دى، د يوولسواک نظام رامنځ کېدو لپاره ولس بايد په ټولټاکنوکې هرومرو برخه واخلي.

    په ولسواکى کې د وخت د دولت فرض عين دنده ده چې د قانوني تګلارو سره سم د ولس په خوښه د ټولټاکنو اسانتياوې برابرې او ټولټاکنې ترسره کړي.

    سمون جرګې د داسې لاروچارولټوناوڅېړنه پيل کړې چې د ټاکنو بهير ګړندى،اسانه، ارزانه او پايلې يې ډاډمنې اوکره وي،په ولسواکۍ کې د ټاکنو له مينه والواوکارپوهانوڅخه هيله ده چې موږسره خپل اندونه،څېړنې اووړانديزونه شريکړي.

    د سمون جرګه د ولسې جرګې په عمومي غونډه کې د سياسي ګوندونو پد ٥٠ ٪ ونډې لغوه کيدو خپل ژور خفګان څرګندوئ.

    له ولسې جرګې څخه راسيدلې مالومات دا څرګندوي، چې ولسي جرګې په ( ١٣٩٢-٣ - ) نېټۀ کې پخپله عمومي غونډه کې دا پريکړه وکړه چې په راتلونکو ټلوټاکنو کې د هېواد سياسي ګوندونو ته هيڅ ونډه نه ورکوي.

    د سمون جرګې له انده د هېواد د ولسي جرګې په ټولټاکنو کې سياسي ګوندونو ته ونډه نه ورکول، په هېواد کې د ولسواکى د ودې مخنيوى دى.

    په ټوله نړۍ کۍ داسې ولسواکي نه ليدل کيږي چې هلته سياسي ګوندونه په ټولټاکنو کې رغرنده او څرګنده ونډۀ ونلري.

    زموږ د هېواد د تېرو دوو دورو ولسي جرګو کړنو دا جوته کړه چې د ولسي جرګې غړو ددى پرځاى چې د مليت ستونزو د حل لپاره کوټلي او کره قوانين رامنځ ته کړي واى ، دوى داسې قوانين رامنځ ته کړل چې د ولس ستونزې يې زياتې کړې.

    د ولسي جرګې دنده داده چې قوانين جوړکړي ، اود هغو پر پلي کولو او د حکومت پر کړوو وړولازمه څارنه وکړي.

    ټولو وليدل چې ولسې جرګې دځينووزيرانوپه استيضاح (دخپلوکړنوپه اړه دمالوماتوورکولوپه برخه کې ) له هغوى سره معاملې وکړې. که چېرې په ولسي جرګه کې سياسي ګوندونو ٥٠ ٪ ونډه درلوداى نو خپواکو استازو به دغه معاملې نشواى کولاى،.

    دتېرودوه دوروولسي جرګۍ ځکه د ناخوالو ښکار دي چې ډېرى غړي يې خپلواک دي،او له دې امله دوى د ګوندونو ونډه نه غواړي چې په راتلونکي کې د ځان لپاره لاره هواړه کړي. دا څرګنده ده چې خپلواک استازي هيچاته مسيوليت نلري خو ګوندې غړي ګونډ ته مـسئوليت لري، او پرېکړه يې د ډېرو پر مشورو ولاړه وي. خو د ازاد استازي پرېکړه دده ځانګړى پريکړه وي، او زموږ مقدس دين موږ ته لارښونه کوي چې : امرهم شورا بنهم ( الله چې مسلمانانوته په خپلومنځونوکې په سلااومشورې کولوامرکړى دى )
    د سمون جرګه په تاکيد سره وايي چې ولسي جرګه دې پرخپله پريکړه بيا غور وکړي، او د ټولټاکنو په قانو کې دې دا تسجيل کړي چې د هېواد سياسي ګوندونه بايد ٥٠٪ ونډه ولري.

    په ١٣ جرګه کې دټولټاکنو په هکله اندونو کې پردې پريکړه وشوه چې: پدې وروستيو کې د افغانستان په سياسي غونډو کې، د " اجماع ملي" په نوم اصطلاح اورېدل کېږي، اجماع ملي په حقيقت کې د ايران مذهبي نظام شوراى نګهبان ته ورته دي .

    موږ " اجماع ملي" په ټينګه ردوو او دغه د ټولټاکنو د شنډولو لپاره د کورنيو او بهرنيو مغرضو ډلو ټپلو يوه دسيسه بولو چې دوى غواړي د خپلو ناوړه او ناروا موخو د لاسته راوړلو لپاره يې وکاروي. افغان ولس د هېواد د نافذه قوانيونو په رڼا کې په هر حالت کې د رڼو، ازادو، عادلانه او په ټاکلې وخت ټولټاکنو سرته رسولو غوښتونکى دى. د ټولټاکنو ترسره کول پر هر صورت او حالت کې د دولت وجيبه ده.

  • ماډرن، ارزانه او اسانه سرشمېرنه  
    نيټه: 2013-03-29 07:50:11  
     

    د ټولنېزو، دولتي او حکومتي چارو کارپوهانو دا منلې چې د کره سرشمېرنې پرته پلانونه او پرمختګونه له خنډونو سره مخ او ټولنيز عدالت ته زيان رسېږي ، په ځانګړې توګه د واک، بودجې او سرچينو ويش پرته له بشپړې او دقيقې سرشمېرنې په عادلانه توګه ناشوني ده. له همدې امله د سمون جرګې په هېواد کې د سرشميرنې لپاره د ماډرنو وسيلوکارولو چې ژر، اسانه او ارزانه سرسمېرنه ترسره شي، د لارو چارو لټون او څېړنه پيل کړي، په راتلونکو څو جرګو کې به د سرشمېرنې خبراترې او کره کتنې کېږي . د سرشميرنې له مينوالو او کارپوهانو څخه هيله ده چې موږ سره خپل اندونه، څېړنې او وړانديزونه شريکړي.

  • الکټرونيکي تذکره يا ملي پېژندکارټ  
    نيټه: 2013-04-03 14:24:41  
     

    تذکره يا ملي پېژندکارټ د يو کس د حقونو، پېژندنې او د ملي اسانتياوو څخه د ګټې اخيستنې پروخت اړين وي. د هر دولت دنده ده چې د قانوني تګلارو سره سم ټول ولس ته پېژندکارتونه ورسوي.
    په هېواد کې د پېژندکارټونو وېش خورا ستونزمن او ځنډنى شوى، سمون جرګې پدې اړه څېړنه پيل کړې چې ستونزې پګوته اود حل وړانديز يې وکړي. هيله ده خپل مالومات او غوښتنې موږ سره شريکې کړئ.

    همدارنګه: کوم نوم به دې الکټرونيکي تذکرو لپاره غوره وي.
    ١-تابعيت تذکړه؟
    ٢ - ملي پېژندکارټ؟
    ٣ - بل څه؟

    ايا د تابعيت پر ځاى ملي ټکى غوره ندى؟

    ولې ملى پېژندکارټ نوم؟ تابعت تذکره د هغه کتابګي نوم وه چې څو پاڼې يې درلودې، د زړو تذکرو کارول به تر ډېره زموږ د ژوند سره تړلې وي، اوس چې د کارټ په ډول نوې تذکره رامنځته شوه، غوره به داوي چې پخوانۍ "تذکره" نوم تدکرې ته پرېږده او نوى کارټ ته ښايسته نوم غوره کړو. د بيلګې په ډول تاسې يو کس ته ويلي شي چې د ارواښاد بابا تذکره او خپل "ملي پېژند کارټ" راوړه.

  • کره او پوره ټولټاکنې څنګه وشي؟  
    نيټه: 2013-04-03 14:26:17  
     

    ټولټاکنې د تصميمنيونې يوه رسمي تګلاره ده چې ولس يې ددولتجوړوونکيو او چلوونکيو د ټاکلو لپاره کاروي، له تېرو څو پېړيو څخه په ولسواکۍ کې دملي، ځايي او بل هر ډول ټولګو د استازيود ټاکلو لپاره په نړيواله کچه ترسره کېږي.

    د ولس ګډون په ټولټاکنوکې خورا اړين او ارزښتناک دى، د يوولسواک نظام رامنځ کېدو لپاره ولس بايد په ټولټاکنوکې هرومرو برخه واخلي.

    په ولسواکى کې د وخت د دولت فرض عين دنده ده چې د قانوني تګلارو سره سم د ولس په خوښه د ټولټاکنو اسانتياوې برابرې او ټولټاکنې ترسره کړي.

    سمون جرګې د داسې لاروچارولټوناوڅېړنه پيل کړې چې د ټاکنو بهير ګړندى،اسانه، ارزانه او پايلې يې ډاډمنې اوکره وي،په ولسواکۍ کې د ټاکنو له مينه والواوکارپوهانوڅخه هيله ده چې موږسره خپل اندونه،څېړنې اووړانديزونه شريکړي.

    د سمون جرګه د ولسې جرګې په عمومي غونډه کې د سياسي ګوندونو پد ٥٠ ٪ ونډې لغوه کيدو خپل ژور خفګان څرګندوئ.

    له ولسې جرګې څخه راسيدلې مالومات دا څرګندوي، چې ولسي جرګې په ( ١٣٩٢-٣ - ) نېټۀ کې پخپله عمومي غونډه کې دا پريکړه وکړه چې په راتلونکو ټلوټاکنو کې د هېواد سياسي ګوندونو ته هيڅ ونډه نه ورکوي.

    د سمون جرګې له انده د هېواد د ولسي جرګې په ټولټاکنو کې سياسي ګوندونو ته ونډه نه ورکول، په هېواد کې د ولسواکى د ودې مخنيوى دى.

    په ټوله نړۍ کۍ داسې ولسواکي نه ليدل کيږي چې هلته سياسي ګوندونه په ټولټاکنو کې رغرنده او څرګنده ونډۀ ونلري.

    زموږ د هېواد د تېرو دوو دورو ولسي جرګو کړنو دا جوته کړه چې د ولسي جرګې غړو ددى پرځاى چې د مليت ستونزو د حل لپاره کوټلي او کره قوانين رامنځ ته کړي واى ، دوى داسې قوانين رامنځ ته کړل چې د ولس ستونزې يې زياتې کړې.

    د ولسي جرګې دنده داده چې قوانين جوړکړي ، اود هغو پر پلي کولو او د حکومت پر کړوو وړولازمه څارنه وکړي.

    ټولو وليدل چې ولسې جرګې دځينووزيرانوپه استيضاح (دخپلوکړنوپه اړه دمالوماتوورکولوپه برخه کې ) له هغوى سره معاملې وکړې. که چېرې په ولسي جرګه کې سياسي ګوندونو ٥٠ ٪ ونډه درلوداى نو خپواکو استازو به دغه معاملې نشواى کولاى،.

    دتېرودوه دوروولسي جرګۍ ځکه د ناخوالو ښکار دي چې ډېرى غړي يې خپلواک دي،او له دې امله دوى د ګوندونو ونډه نه غواړي چې په راتلونکي کې د ځان لپاره لاره هواړه کړي. دا څرګنده ده چې خپلواک استازي هيچاته مسيوليت نلري خو ګوندې غړي ګونډ ته مـسئوليت لري، او پرېکړه يې د ډېرو پر مشورو ولاړه وي. خو د ازاد استازي پرېکړه دده ځانګړى پريکړه وي، او زموږ مقدس دين موږ ته لارښونه کوي چې : امرهم شورا بنهم ( الله چې مسلمانانوته په خپلومنځونوکې په سلااومشورې کولوامرکړى دى )
    د سمون جرګه په تاکيد سره وايي چې ولسي جرګه دې پرخپله پريکړه بيا غور وکړي، او د ټولټاکنو په قانو کې دې دا تسجيل کړي چې د هېواد سياسي ګوندونه بايد ٥٠٪ ونډه ولري.

    دټولټاکنو په هکله اندونو کې پردې پريکړه وشوه چې: پدې وروستيو کې د افغانستان په سياسي غونډو کې، د " اجماع ملي" په نوم اصطلاح اورېدل کېږي، اجماع ملي په حقيقت کې د ايران مذهبي نظام شوراى نګهبان ته ورته ده .

    موږ " اجماع ملي" په ټينګه ردوو او د ټولټاکنو د شنډولو لپاره د کورنيو او بهرنيو مغرضو ډلو ټپلو يوه دسيسه بولو چې دوى غواړي د خپلو ناوړه او ناروا موخو د لاسته راوړلو لپاره يې وکاروي. افغان ولس د هېواد د نافذه قوانيونو په رڼا کې په هر حالت کې د رڼو، ازادو، عادلانه او په ټاکلي وخت ټولټاکنو سرته رسولو غوښتونکى دى. د ټولټاکنو ترسره کول په هره بڼه او حالت کې د دولت وجيبه ده.

    څوارلسمه جرګه د ١٣٩٢ کال د غبرګولي په ٣١ نېټه د جون ٢١مه ٣ بجې د ښاغلي ډاکټر اصف وردګ په مشرتابه او د ښاغلي مير سردار ځدراڼ په تلاوت پيل او ښاغلي عبدالله کندهاري په دعا پاى ته ورسېده.

    د جرګې اجنډا سره سم غړو په راتلونکو ټولټاکنو کې د خپل دريځ څرګندونې وکړي. د سمون جرګې پريکړه وکړه چې په هېوادکې د جمهوري رياست راتلونکو ټولټاکنو ته به خپل نوماند ولري.

لنډ لينکونه

لنډ پيغامونه
د نورو خبرتياوو لپاره دلته کليک کړۍ
د اډمين برخه