https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
سمون غورځنګ
2008-10-24 لمريز 1387-08-04
موخه سمون غورځنګ يو سياسي خوځښت دى چې موخه يې هېواد کې يو داسې سياسي ګوند رامنځته کولو لپاره هلېځلې دي چې لومړى په هېواد کې د بډيالنې يا اپوزيسيون تشه ډکه کړي او په پاي کې وتوانيږي چې په يوازې دداسې ولسواکۍ پربسټ چې په ځايي ارزښتونو ولاړه وي حکومتي چارې د افغانانو د ګټو سره په همغاړيتوب، د پرديو ايډيالوژيو او مرستو پرته سياسي مديريت رامنځته او د هېواد سياسي چارې پرمخ بوځي. هېوادوال ددې جوګه کړي چې خپلې اړتياوې پوره او سيمه کې د يو ځواک په څېر راڅرګند شي،خپلې ګټې وساتي او د پرديو ګټو قرباني نه شي.

اوسنۍ د هېواد ستونزې له ناوړه سياستوالو او تپلشوي سياست څخه سرچينه اخلي، دوى د کورنيو چارو پخپله ترسره کولو همت او پروګرام نلري، خپل او د انډيولانو معشيت لپاره، د پرديو په مرسته او د هغوى له ايډيالوژيو په اغيزمنتيا په ډول ډول پلمو واکمن کېدل غواړي. ددې لپاره اړينه ده چې يو داسې سياسې ګوند رامنځته شې ترڅو ځايې ارزښتونو ته په پام پرخپل مټ د هېواد ستونزې حل کړي. دغې موخې ته د رسيدو لپاره اړينه ده او د سمون ګوند غړي دا مني چې سياست ته د خپل معشيت برابرولو د سرچينې په ډول نه ګورې. د خپل د لاس په تڼاکو خپله ډوډۍ پيدا کوي او د ټولو د ګټو لپاره د خپلو ګټو يوه برخه سياست کې لګوي ترڅو پرخپل ځانبسيا سياست رامنځته کړي.

د سمون ګوند وختکرښه يا ټايم لاين
ښاغلي نور رحمان لېوال په ١٣٨٧ل چې ٢٠٠٨ز سره سمون خوري د پورته موخې پربنسټ د سمون ګوند د انټرنټ دا پته راجسټر کړه. د ګوند د جوړلو په اړه د مشورو په ترځ کې د هغه وخت د ملګرو په غوښتنه د سمون جرګه رامنځته شوه. سمون جرګې په کال ١٣٩٣ کې د ولسمشرۍ لپاره ٦ نوماندان درلودل چې پاى کې ښاغلى نوررحمان لېوال ولسمشرۍ ته د جرګې لخوا ونومول شو، د وخت ناوړه د ټاکنو کميسيون او حکومت يې نومانديدلو ته خنډ شول.
تر ټاکنو وروسته سمون جرګه په سمون خوځښت بهير بدله شوه او د سمون ګوند جوړيدلو لپاره ګامونه ګړندي شول. له بدمرغه زموږ په هېواد کې ګوندونه چې بدلونپالنې يا انقلابي تاريخچې يې هېواد کړکيچن کړي وو او دى. له دغه لامله د سمون خوځښت و نه توانيده چې په رښتوني ډول هومره غړي ولري چې د ګوند راجسټر کېدو ته پکار وو. دغه دوارن کې د ١٣٩٨ د ولسمشرۍ ټاکنې راورسېدې. د سمون خوځښت د ملګرو په مشوره ښاغلى نور رحمان لېوال يوځل بيا د ملګرو لخوا ولسمشرۍ ته د خپلواک نوماند په ډول ونومول شو. که څه هم په حکومت، ټاکنو کميسيون او بهرنيو کړيو کې دا ګنګوسى وو چې بايد يوځل بيا د ښاغلي لېوال د نومانديدو مخه ونيول شي. د وخت حکومت يې د نومولو په دوران کې ډېر دسيسې جوړې کړي چې ټولې شنډې شوې او په پاى کې ټول هغه ١٨ کسان چې ولسمشرۍ ته نومول شوي وي رسمي د ولسمشرۍ نوماندان شول. د ١٣٩٨ ټاکنو بهير چې تپلشوي حکومت او بهرنيو مهنډسي کاوو، ښاغلي نور رحمان لېوال ته د منلو وړ نه وو ډېر وړانديزونه يې وکړل، دوه ستر يې ټاکنو ته وړيا بايوميټرک سيتسم جوړول او ځايناستى حکومت وو. خو پرديپال پياوړي شول او له درغليو ډکې ټاکنې يې پخپله ګټه او د ملت په زيان ترسره کړې. د يوې دسيسې لاندې چې کورني پرديپال او بهرنيانو په کې ګډون درلود، ښاغلي نوررحمان لېوال ته په کميسيون کې ترټولو کمې رايې ليست کړې. د ناوړه ټاکنو پايله هېڅ يو نوماند ته د منلو وړ نشوه او په پايله کې د ټاکنو او قوانينو پر بڼست نه، بلکې د يو "سياسي تړون" پربڼست ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله وتوانيدل چې خپل تېر د جوړجاړي حکومت يوځل په بله بڼه له سره پيل کړي (لېوال ښې حکومتولي پروګرام پاڼه وګورئ).
د ټاکنو په دوران کې د سمون خوځښت بهير چې مشوريزه بڼه يې درلوده په سمون غورځنګ بهير بدل شو. نور ښاغلى نور رحمان لېوال ملګرو ته سرې کرښې راښکلې، چې د سمون ګوند له غړيتوب څخه پرته نور هېڅ ډول ملګرتيا نه کوي. لسګونه زره ملګرو ته په ګوند کې د غړيتوب بلنه ورکړل شوه. وياړو چې تر اوسه ځينې کسانو ژمنه کړي. اوس د سمون غورځنګ لاندې، د سمون ګوند د "غړيتوب پېژندګلوى دوره" روانه ده چې غړي يو بل سره پېژندنې او ورسره په تګلارو، کړنلارو او چارو جوړولو بوخت دي.

که تاسې د داسې يو افغاني بهير د غړيتوب وياړ او د ګوند د تګلارو جوړول او پرمختګ ورکول غواړئ نو زموږ ملګري شئ.
ګډون
غړي
لاندې نخچه د سمون غورځنګ غړي په هر ولايت کې ښئي.